RentReliefBanner 

د کرایې د بېړنۍ مرستې پروګرام


د کرایې د بېړنۍ مرستې پروګرام


که تاسې دې پروګرام لپاره نوم لیکنه کړې او منظوري مو ترلاسه کړې وه یا که تاسې نوم لیکنه کړې وه او تر اوسه مو ځواب ترلاسه کړی نه دی: لطفاً دوباره نوم لیکنه یا عرضه مه کوئ! د اړونده پروګرام نوي بدلونونه به ستاسې د غوښتنلیک پر وړاندې پلې شي.  که پوښتنې لرئ خپل د CAA سره اړیکه ونیسئ. 

د مین د کرایې بېړنې مرستې پروګرام (Maine's Emergency Rental Assistance Program) مستحقو کرایه دارو ته د کرایې او خدماتو د لګښتونو د تادیه کولو په برخه کې مرسته چمتو کوي. د مین ټولنیزې عملیاتي اداره به غوښتنلیکونه وارزوي، د مستحق ګرځېدو وړتیا به وګوري، او د کورنیو په استازولۍ به د وړ لګښتونو لپاره د پیسو ورکړې چارې عملاً اجراء کړی.

که تاسو د ویستلو سره مخ یاست، یا تاسو ویره لرئ چې تاسو ممکن د Pine Tree قانوني مرستې یا د لویانو لپاره قانوني خدماتو سره اړیکه ونیسئ. دوی ستاسو سره د مرستې لپاره تمویل لري حتی که تاسو د دې برنامې لپاره وړ نه یاست.


استحقاق/په شرایطو پوره والی


د کرایه دار غوښتنلیکونه باید په ټولو دغو معیارونو پوره وي تر څو د کرایې  په برخه کې د مرستې لپاره په پام کې ونیول شي. 

د عاید محدودیتونه

ستاسې د کورنۍ عاید باید ارومرو د عاید د ځینو محدودیتونو په مقتضیاتو پوره وي محدودیتو د موقعیت او د کورنۍ د حجم په پام کې نیولو سره توپیر لري. دا ځای کېکاږئ تر څو وګورئ چې آیا ستاسې عاید د پروګرام د محدودیتونو په چوکاټ کې دننه قرار لري؟

ReducedIncome

مالي ستونزه

ستاسې د کورنۍ یوه یا زیات غړیو د وبا په جریان کې مالي ستونزو سره مخ پاتې شوي دي.


ERAProgramIcon_HouseholdUtilities

د کرایې یا خدماتو د پیسو په ورکړه کې ستونزه

تاسې د خپلې کرایې یا خدماتو د پیسو په تادیه کولو کې له ستونزو حالاتو سره مخ یاست.


غوښتنلیک/عریضه


OnlineIcon

پرلیکه/آنلاین نوم لیکنه یا غوښتنلیک تسلیمول

پرلیکه/آنلاین نوم لیکنې یا غوښتنلیک تسلیمولو لپاره، لاندې هغه هیواد په نښه کړئ چې تاسې په کې اوس مهال اوسېږئ او مونږ به تاسې ته د اړونده مناسبې ادارې پر لور لارښوونه وکړو.

Current County:

Icon_Data

د کاغذ په کارولو سره غوښتنلیک تسلیمول
غوښتنلیک دلته ښکته/ډاونلوډ کړئ. تاسې کولای شئ دا غوښتنلیک د برېښنالیک یا پوستې له لیارې خپل د ځايي ټولنې عملیاتي ادارې ته واستوئ. که تاسې کاغذي غوښتنلیک ته اړتیا لرئ، لطفاً مین هاؤسنګ (MaineHousing) ته په  1-800-452-4668  شمېره زنګ ووهئ او مونږ به تاسې ته یوه غوښتنلیک درولېږو. 


تکراري مطرح کېدونکې پوښتنې



أسئلة المستأجر


د کرایه دار تکراري مطرح کېدونکې پوښتنې

ما دمخه د پروګرام لپاره غوښتنه کړې، زه څنګه د اضافي مرستې لپاره غوښتنه کولی شم؟

که تاسو آنلاین غوښتنه کړې، نو تاسو به د اضافي مرستې غوښتنه شاملولو لپاره خپل آنلاین غوښتنلیک تازه کړئ. که تاسو د کاغذ غوښتنلیک سره غوښتنه کړې، مهرباني وکړئ د ټولنې عمل ادارې سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو غوښتنه کړې. که تاسو غوښتنلیک ورکړی او رد شوی وي په دې اساس چې آیا ستاسو مالي ستونزې د COVID پورې اړوند وې ستاسو د ټولنې عمل اداره به تاسو سره اړیکه ونیسي.

که زه د دې پروګرام په تړاو پوښتنې ولرم، له چا سره باید اړیکه ونیسم؟ که تاسې د پروګرام په تړاو عمومي پوښتنې لرئ، لطفاً مین هاؤسنګ

(MaineHousing) ته په 800-542-468 اړیکه ونیسئ. که تاسې د خپل غوښتنلیک په تړاو مشخصه پوښتنه لرئ، لطفاً خپل د ټولنې عملیاتي ادارې (CAA) ته زنګ ووهئ. 

آیا دغو پیسو ته د منتظر پاتې کېدو په جریان کې زه ایستل کېدای شم؟

که تاسې ایستل کېدنې سره مخ یاست، یا ډارېږئ چئ ښايي وویستل شئ، لطفاً د پاین ټري حقوقي مرستې ادارې (Pine Tree Legal Assistance) یا د زړو خلکو لپاره حقوقي خدماتو ادارې (Legal Services for the Elderly) سره اړیکه ونیسئ. هغوی تاسې سره د مرستې لپاره بودجه لري حتی که تاسې د دې پروګرام لپاره په شرایطو پوره هم نه یاست.

آیا پروګرام سره به بودجه خلاصه شي؟

که څه هم مونږ تضمین نه شو کولای، مونږ هیله مند یو چې مین (Maine) له ټولو هغو کرایه دارو سره د مرستې لپاره کافي بودجه لري چې د مرستې په شرایطو پوره دي.

زه کله د دې پروګرام په تړاو تازه معلومات ترلاسه کولای شم؟

لطفاً د کرایې د بېړنۍ مرستې پروګرام (Emergency Rental Assistance Program) لپاره زمونږ د برېښنالیک پتو په لسټ کې د ګډون لپاره لاندینۍ فورمه ډکه کړئ. مونږ به د برېښنالیک، دلته د معلوماتو د ځړولو او زمونږ د ټولنیزو رسنیو پاڼو له لارې د دې پروګرام په تړاو تازه معلومات شریکوو.

که زما د جایداد څښتن په دې پروګرام کې ګډون و نه کړي، نو څه به وشي؟

تاسې بیا هم نوم لیکنه کولای شئ. آن که ستاسې د جایداد څښتن ګډون و نه کړي هم، د هغوی د اړیکو معلومات په خپل غوښتنلیک کې ولیکئ. کله چې هغوی خبرتیا ترلاسه کړي چې تاسې نوم لیکنه کړې، هغوی به د خپلو سندونو د ډکولو او بېرته ستنولو لپاره 5 - 7 ورځو پورې وخت ولري. که هغوی سندونه ډک نه کړي یا له مونږ سره اړیکه و نه نیسي، مونږ به له تاسې سره کار کوو.


د نوم لیکنې د غوښتنلیک د پروسې پوښتنې

زه څنګه نوم لیکنه وکړم؟

"تاسې هغه ځای ته په ورتګ سره په دې پاڼه کې نوم لیکنه کولای شئ چېرته چې لیکلي وي ""نوم لیکنه/Application.

آنلان نوم لیکنه کول: لاندې ځوړندېدونکې مینیو (Menue) کېکاږئ او خپله ولسوالۍ/County غوره کړئ. پر ""اوس آنلاین نوم لیکنه کول/Apply Online Now"" باندې ټک وکړئ او خپل غوښتنلیک ډک کړئ.

د کاغذ په استفادې سره نوم لیکنه کول: تاسې پورتنی غوښتنلک ښکته/ډاونلوډ او چاپ کولای شئ. خپل ډک کړی غوښتنلیک او د هغو سندونو نقلونه چې تاسې ورته د نوملیکنې لپاره اړتیا لرئ خپلې ځايي د ټولنې عملیاتي ادارې ته د پوستې د لارې واستوئ یا یې پخپله یادې ادارې ته وسپارئ. تاسې په 1-800-452-4668 له مین هاؤسنګ (MaineHousing) سره اړیکه نیولای شئ او مونږ تاسې ته کاغذي غوښتنلیک د پوستې له لارې دراستولای شو. "

د نوم لیکنې وروستۍ نېټه څه ده؟

غوښتنلیکونه په دوامداره توګه د 2022 د سپټمبر تر میاشتې پورې منل کېږي.

د نوم لیکنې لپاره کومو معلوماتو ته زه اړتیا لرم؟

"کرایه دار او د جایداد څښتن دواړو څخه د نوم لیکنې پر مهال د معلوماتو د چمتو کولو غوښتنه کېږي. (که تاسې کرایه دار یاست، ستاسې د جایداد څښتن به ګډون نه کوي، مونږ تاسې ته پیسې درلېږلی شو.). کرایه باید بنسټیز معلومات چمتو او د غوښتنلیک پوښتنې ځواب کړي. تاسې باید خپل جایداد څښتن د اړیکو معلومات شامل کړئ. تاسې اړ نه یاست چې د نوم لیکنې پر مهال کوم سندونه پورته/اپلوډ کړئ. ستاسې ځايي ټولنیزه عملیاتي اداره له تاسې سره کار کولو لپاره تاسې سره اړیکه نیسي که هغوی اضافه معلوماتو یا سندونو ته اړتیا لري.

د جایداد څښتن سره به د ټولنیزې عملیاتي ادارې له خوا هغه مهال اړیکه ونیول شي کله چې وخت یې راشي چې هغوی باید د فورمې په ډکولو سره معلومات چمتو او سندونه تسلیم کړي. "

آیا زما د جایداد څښتن باید کوم سندونه واستوي؟

"په مستقیم ډول د پیسو د تادیې په موخه، ستاسې د جایداد څښتن باید سندونه واستوي. که تاسې د اجارې یا کرایې تړون نه لرئ، ستاسې د جایداد څښتن باید ثابت کړي چې هغوی د جایداد څښتن دی. هغوی د مالیاتو سند یا د جایداد قباله کارلای شي. که تاسې د جایداد د مدیریت شرکت لرئ، هغوی باید ثابت کړي چې همدوی د جایداد د مدیریت چارې پر مخ وړي.

ستاسې د جایداد څښتن هم باید یو W9 تسلیم او یوه جلا غوښتنلیک/تاییدي ډک کړي. ستاسې د جایداد څښتن به هغه مهال یو برېښنالیک ترلاسه کړي کله چې ستاسې غښتنلیک له هغه سیسټم څخه وویستل شي کوم چې هغوی ته دا معلومات ورکوي. "

ورسته له هغې چې زه خپل غوښتنلیک تسلیم کړئ، څه کېږي؟

"که تاسو آنلاین راجستر کړئ: وروسته له دې چې تاسو خپل غوښتنلیک وسپارئ، سیسټم به تاسو یوې پاڼې ته بوځي چیرې چې د راتلونکو ګامونو په اړه نور معلومات شتون لري. یوځل چې ستاسو CAA ستاسو غوښتنلیک تصویب کړ، تاسو به دوی ته یو بریښنالیک ترلاسه کړئ چې دوی ستاسو غوښتنلیک پروسس شوی دی. دا کولی شي تر 4-6 اونیو پورې وخت ونیسي. تاسو به یو بریښنالیک هم ترلاسه کړئ کله چې CAA د تادیې لپاره ستاسو غوښتنلیک تصویب یا رد کړي. د ماین د ټولنې عمل اداره په سیمه کې پروګرام پلي کوي او که تاسو پوښتنې لرئ ادارې ته زنګ ووهئ .

د خپل محلي CAA موندلو لپاره دلته کلیک وکړئ. تاسو کولی شئ دلته د خپل غوښتنلیک حالت چیک کولو لپاره هم کلیک وکړئ.

که تاسې په کاغذي غوښتنلیک سره نوم لیکنه وکړئ: تاسې به یوه برېښنالیک یا د ټیلیفون اړیکه ترلاسه کړئ. کله چې هغوی ستاسې غوښتنلیک ترلاسه کړي هغوی به تاسې ته یا زنګ وهي یا برېښنالیک درلېږي او که ستاسې غوښتنلیک یې منظور یا رد کړ نو هغوی به تاسې ته برېښنالیک درلېږي یا به درته زنګ وهي. که تاسې انټرنیټ ته لاسرسی ولرئ، تاسې د ERA د مؤکل معلوماتي صفحې ته وتللی شئ تر څو د خپل غوښتنلیک حالت وګورئ."

زما د جایداد څښتن به څنګه پیسې ترلاسه کوی؟

کله چې CAA هر هغه څه له تاسې او ستاسې د جایداد څښتن څخه ترلاسه کړي چې اړتیا ورته لري، هغوی به ستاسې د غوښتنلیک کره کتنه ترسره او منظور کړي. بیا به هغوی د چیک یا مستقیم بانکي تادیې له لارې ژر تر ژره د جایداد څښتن ته پیسې واستوي. کله چې ستاسې غوښتنلیک منظور شي، تاسې ته به خبر درکړل شي. که ستاسې د جایداد څښتن ګډون نه کوي، CAA به له تاسې سره د پیسو ورکړې لپاره کار وکړي.

زه د غوښتنلیک په میندلو کې مرستې ته اړتیا لرم. آیا څوک راسره مرسته کولای شي؟

هو. تاسو کولی شئ خپل محلي CAA ته زنګ ووهئ او دوی کولی شي د تلیفون له لارې د غوښتنلیک پروسه له تاسو سره واخلي. تاسو کولی شئ د خپلې کورنۍ غړي یا ملګري څخه وغواړئ چې تاسو سره د آنلاین غوښتنلیک ډکولو کې مرسته وکړي.

دا ادارې کولی شي له غوښتونکو سره د غوښتنلیک ډکولو کې هم مرسته وکړي.

 

که زما غوښتنلیک رد شي نو څه کېږي؟ آیا زه پرېکړه ننګولای شم؟

هو. که تاسې پرېکړه ننګول وغواړئ، تاسې کولای شئ هغه CAA سره اړیکه ونیسئ چې ستاسې غوښتنلیک یې رد کړی دی او هغوی ته ووایاست چې تاسې استیناف غوښتنه کول غواړئ. په CAA کې به یو بل تن ستاسې غوښتنلیک و ارزوي. که هغوی هم ورته پرېکړه وکړي، تاسې په (1-800-452-4668) مونږ ته په زنګ وهلو سره د مین هاؤسنګ (MaineHousing) له لیارې د بیاځلې استیناف غوښتنه کولای شئ.


د مستحق ګرځېدو اړونده پوښتنې

د کرایې مرستې لپاره څوک مستحق دی؟

د کرایه کونکي غوښتونکي باید دا ټول معیارونه پوره کړي ترڅو د کرایې مرستې لپاره په پام کې ونیول شي: ستاسو د کورنۍ عاید باید د ځینې عاید محدودیتونو تابع وي.

  • محدودیتونه د موقعیت او کورنۍ پورې اړه لري. د عاید محدودیتونو لیدلو لپاره دلته کلیک وکړئ.
  • تاسو باید د طاعون په وخت کې مالي ستونزې درلودې (د مارچ 3، 4 پیل کیږي).
  • تاسو باید د خپل کرایه یا خدماتو لپاره تادیه کولو کې ستونزه درلوده. حتی که تاسو بې کوره یاست، تاسو وړ یاست.

 

زه په یوه تخفیف لرونکي استوګنځي کې اوسېږم. آیا زه نوم لیکنه کولای شم؟

هو. مخکې له دې چې تاسې نوم لیکنه وکړئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسې د خپل پروګرام تطبیقوونکي ته ویلي دي چې تاسې په یوه تخفیف لرونکي استوګنځي کې اوسېږئ تر څو هغوی ستاسې په کرایه کې بدلونونه راولي، که اړتیا وه

په شرایطو د برابروالي (مستحق ګرځېدو) لپاره آیا اړینه ده چې زه دې بې دندې اوسم؟

نه. تر څو چې تاسې د پروګرام پر مقتضیانو برابر یاست، تاسې د دې پروګرام لپاره په شرایطو د پوره والي لپاره اړ نه یاست چې دنده و نه لرئ.

د ماشوم د پاملرنې ستونزو له امله چې کوویډ-19 سره یې تړاو درلوده، زه اړ شوم چې خپل ساعتونه کم/لګښتونه زیات کړم. آیا زه نوم لیکنه کولای شم؟

هو.

زه په یوه ګرځنده کور کې اوسېږم او د هغه ځمکې کرایه ورکوم چې زه پرې مېشت یم. آیا زه دې پروګرام ته نوم لیکنه کولای شم؟

هو. دا پروګرام به ستاسې د ځمکې د ټوټې کرایه او/یا د ګرځنده کور کرایه ورکړي. د تمځآی فیسونه نه تر پوښښ لاندې نه راوستل کېږي.

زه کرایه دا نه یم. زه اجاره لرم. آیا ما لپاره مرسته شته دی؟

له بده مرغه د کرایې بېړنۍ مرستې پروګرام یواځې د کرایه دارو لپاره دی. د مستهلیکنو د ساتنې د مین اداره (Maine Bureau of Consumer Protection) به کورونو د څښتنانو د مرستې صندوق چارې په مخ وړي. هغوی به تازه معلومات دلته شریکوي. تاسې له هغوی سره په 1-888-664-2569 اړیکه هم نیولای شئ.

که زه عاید و نه لرم، څه کېږي؟ آیا زه بیا هم نوم لیکنه کولای شم؟

که تاسې عاید و نه لرئ، تاسې بیا هم پروګرام ته نوم لیکنه کولای شئ. تاسې به یو قانوني سند لاسلیک کړئ چې جوتوي تاسې عاید نه لرئ.

ما د کرایې/خدماتو د پیسو د تادیې لپاره پیسې پور اخیستي یا ما خپله کرایه/د خدماتو لګښتونه په یوه کریډټ کارت سره تادیه کړي، آیا زه کولای شم د دې پروګرام له لیارې لګولې پیسې بېرته ترلاسه کړم؟

نه. مونږ تاسې ته پیسې نه شو درکولای. دا پروګرام د هغه کرایې او خدماتو د لګښتونو د پرې کولو لپاره دي چې لا ورکړل شوي نه دي. خو، مونږ د کرایې د ورکړې لپاره د پیسو پور کول د یوه ثبوت په توګو بولو چې تاسې له دې پروګرام څخه مرستې ته اړتیا لرئ. تاسې باید د مستحق ګرځېدو په نورو شرایطو هم باید پوره اوسئ.

آیا د نوم لیکنې لپاره اړینه ده چې ما دې خپله دنده له لاسه ورکړې وي یا زما عاید دې کم شوی وي؟

نه. تاسې باید فقط د عاید شرایط پوره کړئ، د وبا په جریان کې مالي ستونزې ولرئ، او د خپلې کرایې یا خدماتو د لګښتونو په ورکړه کې له ستونزو سره مخ اوسئ.

که زه د خپلې سیمې د عاید محدودې څخه یو څه پورته اوسم نو څه کېږي؟ آیا کوم کار کولای شم؟

د لا زیاتو معلوماتو لپاره خپلې ځايي CAA سره خبرې وکړئ.

زه یې د ملکیت ترلاسه کولو یا پېرلو لپاره په کرایه نیسم. آیا زه نوم لیکنه کولای شم؟

هو. تر څو چې ستاسې د کورنۍ کوم غړی د اړونده واحد مالک نه وي یا د جایداد په موجوده اجاره کې وي، نو تاسې نوم لیکنه کولای شئ. تاسې یا ستاسې د جایداد څښتن باید ستاسې د اجارې یا کرایې قرارداد چمتو کړي.

زه له خپلو والدینو یا نورو خپلوانو څخه په کرایه استوګنځی رانیسم. آیا زه نوم لیکنه کولای شئ؟

"تاسې نوم لیکنه کولای شئ که تاسې د خپل جایداد څښتن څخه په یوه جلا ځای کې اوسېږئ. یعنې تاسې باید په خپل واحد/ځای کې پخلنځی او د تشناب اسانتیاوې ولرئ. تاسې باید مخکې له مخکې لیکل شوی اجاره لیک او په دوامداره توګه کرایې د ورکړې د تاریخچې ثبوت ولرئ.

که تاسې خپل یاست او په غیر رسمي توګه کرایه ورکوئ نو تاسې مستحق نه یاست. که تاسې ډاډمن نه یاست، تاسې له مین هاؤسنګ (MaineHousing) سره په اړیکه نیولای شئ او مونږ تاسې سره مرسته کولای شو. "

زه د کوټې/خونې ملګری لرم او زه د کرایې په ورکړه کې مرستې ته اړتیا لرم خو زما کوټې/خونې ملګری دا اړتیا نه لري. آیا زه نوم لیکنه کولای شم؟

هو. تاسې د کرایې د خپلې برخې لپاره نوم لیکنه کولای شئ. تاسې اړ نه یاست چې د کوټې/خونې خپل ملګري عاید په غوښتنلیک کې ولیکئ. که تاسې مستحق یاست، ستاسې د جایداد څښتن ته به ستاسې برخه کرایه ورکړل شي. که تاسې خپل د جایداد څښتن ته مستقیماً پیسې ورکوئ، ستاسې د جایداد څښتن څخه د مشخصو سندونو د چمتو کولو غوښتنه وشي. هغوی به دغه معلومات ستاسې د نوم لیکنې وروسته ترلاسه کوي. که تاسې کرایه خپل د کوټې/خونې ملګري ته ورکوئ، تاسې باید د پيسو د ورکړې تاریخچې سند ولېږئ.

آیا اړینه ده چې د نوم لیکنې لپاره زه باید د کرایې نه وروسته پاتې اوسم؟

نه. تاسې د پخوانیو او/یا راتلونکیو کرایو د ورکړې لپاره نوم لیکنه کولای شئ. که اړتیا وه تاسې د 13 مارچ 2020 پورې د پاتې کرایو په ګډون تر 18 میاشتو کرایې لپاره او په یوه وخت تر 3 راتلونکیو میاشتو پورې د کرایې لپاره نوم لیکنه کولای شئ


د پروګرام د پوښښ پوښتنې

د کرایې د مرستې صندوق څه شی تر پوښښ لاندې راولي؟

"د کرایې بیړنۍ مرستې پروګرام د کرایې پیسې او د ځینو خدماتو لګښتونه چې له مارچ 13، 2020 راهیسې واجب الادا پاتې، ورکولای شي. دا پروګرام به په یوه وخت تر 3 راتلونکیو میاشتو پورې کرایه هم ورکړي. د برېښنا، اوبو، د فاضلابو د تخلیې، د خځلو د تخلیې، تودوخې، او انټرنیټ لګښتونه ښايي تر پوښښ لاندې راوستل شي.

پروګرام د کرایو جریمې ورکول هم د پوښښ لاندې راوستلی شي په دې شرط چې دغه جریمې قانوني او ستاسې د کرایې برخه وي. دا پروګرام ګرځنده لګښتونه لکه د نوم لیکنې یا ارزونې اجورې او تضمیني تادیات هم تر پوښښ لاندې راوستلای شي په دې شرط چې تاسې له یوه ځای څخه بل ځای ته تګ ته اړتیا ولرئ. آن که تاسې د کرایې ورکړې په برخه کې مرستې ته اړتیا و نه لرئ هم نو تاسې د خدماتو د لګښتونو د تادیې په برخه کې د مرستې لپاره نوم لیکنه کولای شئ. خو تاسې د انټرنیټ د لګښتونو د تادیې په برخه کې د مرستې لپاره هم نوم لیکنه کولای شئ. "

ما لپاره د پروګرام له خوا د تادیې وړ میاشتنۍ کرایې اندازه څومره ده؟

د کرایې مطلوبې مرستې په تړاو کوم میاشتنی حد شتون نه لري. که تاسې مستحق یاست، پروګرام به هغه کرایه تادیه کړي چې ستاسې په د کرایې په تړون کې ورباندې هوکړه شوې ده. تاسې کولای شئ د 2020 د مارچ 13 نېټې پورې پاتې پخوانۍ کرایو د ورکړې لپاره او همدا راز په یوه وخت د راتلونکیو 3 میاشتو د کرایې د ورکړې لپاره نوم لیکنه کولای شئ. د بېلګې په توګه تاسې د 2021 په اګست کې نوم لیکنه کولای شئ او دغه غوښتنلیک د 2021 د سپټبر، اکټوبر، او نومبر میاشتو کرایه او خپلې پاتې پخوانۍ کرایې هم تر پوښښ لاندې راوستلای شئ. دا پروګرام ټولټال تر 18 میاشتو پورې ستاسې کرایه او/یا د خدماتو لګښتونه د پوښښ لاندې راوستلای شي.

آیا د لومړنیو درې میاشتو وروسته چې پروګرام یې تر پوښښ لاندې راولي، د خپلې کرایې د ورکړې لپاره زه بیا هم د مرستې ترلاسه کولو مستحق یم؟

هو. تاسې تر 18 میاشتو پورې ټوله کرایه ترلاسه کولای شئ. کله چې لومړنۍ 3 میاشتې پوره شي، ستاسې د ټولنې عملیاتي اداره به تاسې سره اړیکه ونیسي او پوښتنه به وکړي چې آیا تاسې اوس هم مرستې ته اړتیا لرئ؟ بیا تاسې کولای شئ د کرایې/خدماتو د لګښتونو د ورکړې په برخه کې تر 3 نورو میاشتو پورې مرسته ترلاسه کړئ.

که زه کرایې په برخه کې مرستې ته اړتیا و نه لرم هم، آیا زه د خدماتو لګښتونو په برخه کې د مرستې لپاره د پیسو ترلاسه کولو لپاره نوم لیکنه کولای شم؟

هو. کرایه داران کولای شي د خدمتونو د لګښتونو د پرې کولو په پار د مرستې لپاره نوم لیکنه وکړي، آن که هغوی د کرایې پیسو په ورکولو کې مرسته ته اړیتا و نه لري. تاسې مکلف یاست چې د خدماتو چمتو کوونکي شرکت/شرکتونو څخه د تازه حساب صورت په چمتو کولو سره پخوانۍ او موجوده پاتې پیسې وښایاست.

آیا پروګرام د خدماتو اړونده زما بلونه مخکې له مخکې هم تادیه کولای شي، لکه څرنګه چې زما کرایه تادیه کوي؟

نه. مونږ ستاسې د خدماتو د شرکت تازه حساب صورت یا بېل ته اړتیا لرو.


د جایداد څښتن اړونده تکراري پوښتل کېدونکې پوښتنې

زه څه باید وکړم که زه داسې کرایه دار ولرم چې نوم لیکنه کوي؟

"ستاسې ځايي CAA به تاسې ته د ډکون او لاسلیک لپاره یو لنډ، او معیاري غوښتنلیک درولېږي. تاسې د تړون/موافقې یوه بېلګه دلته هم کتلای شئ. تاسې د W-9 چمتو کولو ته هم یاست که تاسې د کرایې د مرستې پخوانیو پروګرامونو کې ګډون نه وي کړی. تاسې د خپل ځان او کرایه دار، چې پروګرام لپاره نوم لیکنه کوي، ترمنځ د اجارې یا کرایې تړون چمتو کولو ته اړ یاست. که تاسې د اجارې یا کرایې تړون و نه لرئ، تاسې مکلف یاست چې ثبوت (قباله یا د مالیې رسید) راولېږئ چې تاسې د جایداد مالک یاست. که ستاسې کرایه دار یو غوښتنلیک تسلیموي، ستاسې ځآيي CAA به تاسې ته یو ایمیل درولېږي یا تاسې ته به زنګ ووهي او تاسې ته به د سندونو د تسلیمولو د څرنګوالي په باره کې معلومات درکړي. تاسې باید خپل کرایه دار ته د پروګرام اړونده خپلو لاسلیک کړیو سندونو نقلونه ورکړئ.

تاسې باید CAA ته په یو شمېر ټاکلو ورځو کې ځواب ورکړئ: یعنې په 5 ورځو کې که هغوی تاسې ته زنګ ووهي، لیکلی پیغام درولېږي، یا په 7 ورځو کې که هغوی تاسې سره د پوستې له لارې اړیکه ونیسي. که تاسې په دغه مهال کې ځواب و نه وایاست، ستاسې کرایه دار به د دې سربېره هم د پروګرام پیسې ترلاسه کړي. "

که زه ګډون وکړم زه په کومو مواردو هوکړه کوم؟

کله چې تاسې په دې پروګرام کې ګډون کوئ، تاسې هوکړه کوئ چې تاسې به د 2020 د مارچ راهیسې تر ننه پورې یا د هرې میاشتې لپاره، چې هغوی یعنې کرایه دار ته له دې پروګرام څخه پیسې ورکول کېږي، د کرایې یا نورو اړونده لګښتونو د نه ورکولو له کبله د خپل کرایه دار د ویستلو هیڅ ګام نه پورته کوئ. تاسې دا هوکړه هم کوئ چې تاسې به د 12 میاشتو په موده کې دننه د کرایه دار کرایه له 5 سلنه څخه زیاته نه لوړوئ. که ستاسې کرایه دار په خوښه کرایه دار دی یا شي، تاسې هوکړه کوئ چې د کرایې بیړنۍ مرستې پروګرام له خوا تاسې د تادیه کېدونکیو میاشتو په جریان کې به بې له دلیل څخه د کرایه دار د ویستلو ګام نه اوچتوئ.

آیا زه د خپلو کرایه دارو په استازولۍ د کرایې مرستې لپاره نوم لیکنه کولای شم؟

تاسې له کرایه دارو سره د هغوی د غوښتنلیک په بشپړولو کې مرسته کولای شئ. تاسې خپلې ځآيي CAA سره په اړیکه نیولو او د جایداد څښتن اړونده فورمې په غوښتلو سره پروسه پیل کولای هم شئ. له هغه ځآی څخه، تاسې به دا ډک او تسلیم کړئ. ستاسې CAA به ستاسې کرایه دار سره اړیکه ونیسئ.

له دې پروګرام څخه په ګټه اخیستنې سره، آیا د کرایه دارو د شمېر په هکله کوم محدودیت شته دی؟

نه.

ما ته پیسې په څه ډول راکړل شي؟

په غوښتنلیک/فورمه او تړون کې ستاسې له خوا د چمتو شویو معلوماتو په رڼا کې، تاسې به د مستقیم انتقال یا چیک له لارې پیسې ترلاسه کوئ.

که زه د راتلونکیو څو میاشتو کرایه ترلاسه کړم او زما کرایه دار ووځي نوڅه به وشي؟ آیا زه مکلف یم چې پروګرام ته بېرته پیسې وسپارم؟

هو. تاسې باید د هرې هغه میاشتې پیسې بېرته پروګرام ته ستنې کړئ چې ستاسې کرایه دار ستاسې واحد/استوګنځي کې میشت پاتې نه و.

که زه له ګډون څخه د ډډه کولو پرېکړه وکړم نو څه کېږي؟

مونږ هیله مند یو چې د جایداد څښتنان به په پروګرام کې ګډون ته زړه ښه کړي، خو مونږ تاسې د دې کار ترسره کولو لپاره مکلف کولای نه شو. خو، ستاسې کرایه کولای شي ستاسې ګډون پرته دې پروګرام لپاره نوم لیکنه وکړي او پیسې ترلاسه کړی. که تاسې ګډون نه کول غواړئ، لطفاً CAA ته ووایاست کله چې هغوی تاسې سره اړیکه ونیسي.

که زما کرایه له ګډون څخه ډډه وکړي نو څه کېږي؟ آیا زه اوس هم د هغوی په استازولۍ نوم لیکنه کولای شم؟

مونږ هیله مند یو چې کرایه داران به په پروګرام کې ګډون وکړي، خو مونږ هغوی نوم لیکنې ته اړ ایستلو نه شو. تاسې نه شئ کولای د هغوی په استازولۍ نوم لیکنه وکړئ.

آیا زما کرایه دار پرېکړه ننګولای شي که د هغوی غوښتنلیک و نه منل شي؟

هو. که ستاسې کرایه دار د پرېکړې خلاف د استیناف غوښتنې پرېکړه وکړي، هغوی کولای شي له CAA سره اړیکه ونیسي او هغوی ته ووایي چې هغوی (کرایه دار) د استیناف غوښتونکي دي. په CAA کې یو بل کس به د هغوی د غوښتنلیک ارزونه ترسره کړي. که CAA ورته پرېکړه وکړي، ستاسې کرایه دار کولای شي له مین هاؤسنګ (MaineHousing) سره په 1-800-452-4668 د اړیکه نیولو له لارې بیاځلې استیناف غوښتنه کولای شي.

آیا زه د خپل کرایه دار په استازولۍ د CAA پرېکړه ننګولای شم؟ نه. خو، تاسې د خپل ځان په استازولۍ استیناف غوښتنه پیل کولای شئ.

زما کرایه دار دې پروګرام لپاره نوم لیکنه وکړه او بیا ولاړ. لا هم د هغوی پر غاړه زما پخوانۍ/ناتادیه شوې کرایه پاتې ده. زه څه وکړم؟

کاغذي چارې سر ته ورسوئ لکه څرنګه چې غوښتنه یې شوې ده. مونږ به تر هغه وخته پورې پخوانۍ/ناتادیه شوې کرایه تادیه کړو تر څو چې کرایه دار ستاسې په ځآی کې میشت وو کله چې هغوی هغوی نوم لیکنه وکړه او هغوی د پروګرام لپاره مستحق ثابت شول.



که تاسې اندېښنه لرئ چې تاسې داسې یوه تن پېژنئ چې دې پروګرام لپاره یې نوم لیکنه کړې ده خو په واقعیت کې مرستې ته اړتیا نه لري، تاسې کولای شئ د مین ایالت د پلټونکي د درغلۍ/تقلب عاجلې شمېرې (Maine State Auditor’s Fraud Hotline) سره د راپور د ثبتولو لپاره اړیکه ونیسئ. د مین هاؤسنګ اداره (MaineHousing) هم په نامنظم ډول د غوښتنلیکونو د انتخابولو او د پروګرام لپاره د هغوی د استحقاق د کتلو لپاره د مرستندویه سندونو د غوښتلو حق له ځان سره خوندي لري.


Email Updates


Please fill out the form below to join our email list for Emergency Rental Assistance Program updates.  



مین هاؤسنګ (MaineHousing) د توکم، رنګ، مذهب، جنس یا جنسیت، جنسي میلان، د جنډر هوئیت یا څرګندتیا، ملي اصل، شجرې، عمر، مدني حالت یا منل کېدو په حالت کې د عامه مرستې د ترلاسه کولو یا د دې پروګرامونو او فعالیتونو ته لاسرسي یا د چلند پر بنسټ تبعیض نه کوي. په ګومارنه کې، مین هاؤسنګ (MaineHousing) د توکم، رنګ، مذهب، جنس یا جنسیت، جنسي میلان، ملي اصل، عمر، معلولیت یا جنیټیکي معلوماتو پر بنسټ تبعیض نه کوي. مین هاؤسنګ (MaineHousing) پر وخت د خبرتیا په ترلاسه کولو سره د افهام او تفهیم مناسب کومکي وسایل چمتو کړي. مین هاؤسنګ (MaineHousing) به پر وخت د خبرتیا په ترلاسه کولو سره دا سند په بدیلو بڼو هم چمتو کړي. مین هاؤسنګ (MaineHousing) لاندینی شخص ګومارلی دی چې د تطبیق وړ فیډرالي او ایالتي عدم تبعیض مقتضیاتو سره د تطابق د همغږي کولو مسئوولیت پر غاړه لري: لورین بوستارد، د مین ایالت د کورجوړونې اداره، 26 ایډیسن سړک، اګسټا، مین 04330، د ټیلیفون شمېره 1-800-452-4668 (غږ یوازې په ایالت کې)، (207) 626-4600 (غږ) یا د مین انتقالي شمېره 711. Lauren Bustard, Maine State Housing Authority, 26 Edison Drive, Augusta, Maine 04330, Telephone Number 1-800-452-4668 (voice in state only), (207) 626-4600 (voice) or Maine Relay 711. /em>